د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د چاپې سهار د دوهم ټوک مخ کتنه وشوه
تیره ورځ د غزني په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د چاپې سهار د دوهم ټوک د مخ کتنې په موخه غونډه جوړه شوېوه، چې پکې د یو شمېر حکومتي ادارو د مسئولینو تر څنګ قلموالو، فرهنګپالو او د ادب مینوالو برخه اخیستي وه.
په یاده غونډه کې د چاپې سهار د اثر لیکوال مولوي ضیاءالحق حسان د یاد اثر په هکله مختصر معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ چې د چاپې سهار په کتاب کې د امریکا او ملګرو یې تېر شل کلن ظلم او زیاتی، د مجاهدینو قربانۍ او سرښندني په ۲۲۲ مخونو کې رانغاړل شوي دي.
ښاغلي حسان زیاته کړه چې، موخه یې د چاپي سهار د اثر له لېکلو څخه د یرغلګرو د ظلم او زیاتي او د مجاهدینو د قربانیو بیانولو او راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېښودل دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د مولوي ضیاءالحق حسان کړنې وستایلې یاد اثر یې مستند او راتلونکو نسلونو ته تګلاره وباله او له نورو لېکوالانو څخه یې هم وغوښتل، چې د یرغلګرو د ظلم او زیاتي او د افغانستان د خلکو قربانۍ او قهرمانۍ د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړي، تر څو راتلونکي نسلونه د آزادۍ پر اهمیت پوه شي.
د غونډې په پای کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار له لوري ښاغلی حسان ته ستاینليک ورکړل شو او د اطلاعاتو د آمر مولوي عبدالله منصور لخوا د اعزاز لنګی ور په سر شوه.
۱۴۴۵/۸/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۹ هـ ل
