د عامه کتابتونونو رياست د نبوي سيرت ﷺ سترې سيالۍ پايلې اعلان کړې

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۸:۵۱
Kabul province

یکشنبه ( ۲۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست د نبوي سيرت ﷺ سترې سيالۍ چې د روژې مبارکې مياشت کې اخیستل شوې وه، پايلې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې اعلان کړې، چې ياده غونډه کې د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي، د چارو ادارې، د ملي دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزي رياستونو رئيسانو او د نورو دولتي او خصوصي ادارو استازو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د عامه کتابتونونو د رياست رئيس مولوي عبیدالله حنیف له لوري میلمنو ته ښه راغلاست وويل شو او د يادې سيالۍ اساسي موخه يې د کتاب لوستنې فرهنګ عام کول ياد کړل.

د غونډې په جريان کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي، د ملي دفاع وزارت فرهنګي او عقیدتي رئيس مولوي عبدالرحمن منير، ديني عالم مولوي سميع الله، د کتابتونونو آمر فتح الله وفيع او ډاکټر فضل من الله ممتاز په خپل نوبت سره ويناوې وکړې او د نبوي سيرت ﷺ په اهميت، ارزښت او فضيلت يې بحث وکړ.

همدا راز د سيالۍ د ګډونوالو له ډلې څخه سل تنو غوره ګډونوالو ته جايزې وويشل شوې، چې له لومړي مقام څخه تر پنځم مقام پورې يو پايه ليپټاپ کمپيوټر، دوه زره افغانۍ او ستاينليک، له شپږم مقام څخه تر شپاړسم مقام يو عدد مبایل او ستاينليک او نورو ته يو جوړ جامې او ستاينليک ورکړل شول.


په ياده سيالۍ کې مليار احمدزي لومړی مقام، معصوم دوهم او درخشان دريم مقام ګټلی وو.

غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد د رئيس مولوي محمد طيب له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.


۱۴۰۳/۲/۱۶ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۵ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۵
Background image

لوګر کې د سیرت النبي (ص) د سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

شنبه ( ۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ص) د سیالۍ ۱۵ تنه مخکښ ګډونوال د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د خوښۍ ولسوالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتیا کې د "امارت پېژندنې" سیالۍ ازموینه واخيستل شوه

شنبه (۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او پکتیا پوهنتون ریاستونو په ګډې همغږۍ د ولایت په کچه د ۳۰۰۰ کسانو څخه د "امارت پېژندنې" سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

ھلمند کې د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلین او خبریالان وستایل شول 

پنجشنبه ( ۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) هلمند ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلین او خبریالان د يوی غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ. . .

BACK TO NEWS