د عامه کتابتونونو رئیس په ترکیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر، فرهنګي آتشې او دیپلوماتانو سره ولیدل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۷
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د ترکیې په انقرې ښار کې د اسلامي امارت لوی سفیر شیخ صنیع الله فرهمند، فرهنګي آتشې قاري حمیدالله تمکین او د سفارت له دیپلوماتانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې شیخ فرهمند د عامه کتابتون له رئیس څخه وغوښتل چې د پښتو، دري او نورو علمي سرچینو کتابونه د ترکيې جمهوریت (ملت کتابتون) ته د انتقال او ترکیه کې میشتو افغان زده کړیالانو لپاره اړین کتابونه برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز دوکتور رفیع الله صمیم د دې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د اړینو علمي سرچینو او کتابونو برابرولو او ترکیې هېواد ته یې د لیږولو په برخه کې د عامه کتابتونونو ریاست پوره چمتو دی.
همداراز، د عامه کتابتون رییس له محترم سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې د ترکيې هېواد رسمي ادارو، په ځانګړي ډول له (TIKA) ادارې سره د راتلونکو لیدنو او اړیکو په لړ کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کتابتونونو د بیا رغونې او تجهیز په موخه د همکاریو د جلب موضوع مطرح او تعقیب کړي.
د لیدنې په پای کې محترم شیخ فرهمند د هر ډول لازمو همکارۍ ژمنه وکړه او د دوکتور صمیم سفر یې ترکیې هېواد ته ګټور او مؤثر وباله.
۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS