د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی محمد طیب، د کاپیسا ولایت مرستیال والي شیخ اسدالله سنان او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو پکې ګډون کړی و، د دغه ولایت په صیاد تفریحي پارک کې رسماً پیل شوې.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق وویل: دغه هوټل به ۱۷ ځانګړې خونې، د واده یو سالون او یو محراب جومات ولري او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه به د ۸ میلیونه او ۳۱۵ زره افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د دغه هوټل د دویم پوړ د جوړولو لګښت د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري تمویلېږي او ټاکل شوې چې د ۱۶ میاشتو په موده کې یې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۱
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

د شینکۍ ولسوالۍ له مسؤلینو او ولسونو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار او ورسره مل پلاوي شینکۍ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ له مسؤلینو،  ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو او سلګونو اوسېدونکو سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او محلي موزیم تجهیز شول

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او محلي موزیم د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له لوري تجهیز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS