د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

wasim_admin
Wed, Sep 09 2026 3:46 PM
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی محمد طیب، د کاپیسا ولایت مرستیال والي شیخ اسدالله سنان او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو پکې ګډون کړی و، د دغه ولایت په صیاد تفریحي پارک کې رسماً پیل شوې.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق وویل: دغه هوټل به ۱۷ ځانګړې خونې، د واده یو سالون او یو محراب جومات ولري او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه به د ۸ میلیونه او ۳۱۵ زره افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د دغه هوټل د دویم پوړ د جوړولو لګښت د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري تمویلېږي او ټاکل شوې چې د ۱۶ میاشتو په موده کې یې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ ق