د سيرة النبي(ص) د سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۳:۱۱
....

تېره ورځ د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د سيرة النبي (ص) د سيالۍ ۱۳ تنه غوره ګډونوال د ډالۍ په ورکولو سره وستايل شول.
په همدې مناسبت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د محلي اداراتو د مسؤولينو په حضور کې غونډه جوړه شوې وه، چې د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د امر بالمعروف او نهي‌عن‌المنکر او شکايتونو اورېدو رئيس مولوي حبیب الله حماس، د ارشاد، حج او اوقافو رئيس مولوي بازمحمد ناياب او د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي سعدالله صميم د رسول الله مبارک د سيرت په اړه خبرې وکړې.
د پروګرام په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس او نورو مسؤولينو له لوري د سيالۍ غوره ګډونوالو ته هغه ډالۍ چې نظر کې نيول شوې وې د ستاينليکونو سره يوځای ورکړل شوې.
۱۴۴۵/۵/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS