د سيرة النبي(ص) د سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول
تېره ورځ د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د سيرة النبي (ص) د سيالۍ ۱۳ تنه غوره ګډونوال د ډالۍ په ورکولو سره وستايل شول.
په همدې مناسبت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د محلي اداراتو د مسؤولينو په حضور کې غونډه جوړه شوې وه، چې د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د امر بالمعروف او نهيعنالمنکر او شکايتونو اورېدو رئيس مولوي حبیب الله حماس، د ارشاد، حج او اوقافو رئيس مولوي بازمحمد ناياب او د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي سعدالله صميم د رسول الله مبارک د سيرت په اړه خبرې وکړې.
د پروګرام په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس او نورو مسؤولينو له لوري د سيالۍ غوره ګډونوالو ته هغه ډالۍ چې نظر کې نيول شوې وې د ستاينليکونو سره يوځای ورکړل شوې.
۱۴۴۵/۵/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۵ هـ ش
