د سياحتي شرکتونو له اتحاديې سره د همږغۍ ناسته وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۷:۴۱
...

پنجشنبه( ۱۹ د‌ جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال په مشرۍ د سياحتي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د تسهيلاتو رامنځته کولو او همغږۍ په موخه ناسته وشوه.

د ناستې په ترڅ کې د سياحتي شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شريک کړل.

همدا راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین ښاغلي جمال وويل: غواړو په ټول هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته پراختیا ورکړو، ياد صنعت معياري او ډېجېټل کړو، تر څنګ يې د سياحتي شرکتونو له پاره تسهيلات رامنځته کړو.

ښاغلي جمال زياته کړه؛ سياحتي شرکتونه کولای شي، چې د بهرنيو سيلانيانو په جذبولو کې مهم رول ولوبوي.

ناسته د‌ دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۹۳/۹/۱ ھـ ل

۲۰۲۴/۱۱/۲۱ ميلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS