د سرپل ښوونيز مرکز کې لسګونه ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره شوې
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کتلور رياست د مسؤلينو په وينا د ياد رياست د ځوانانو چارو آمريت په ښوونيز مرکز کې شاوخوا (۳۰۰) تنو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوې ده.
د ځوانانو چارو آمر فیض الله فایز وايي: دا مهال په ښوونيز مرکز کې د رضاکاره ښوونکو له لوري د کمپيوټر، انګليسي ژبې، دري ادبياتو، پښتو ژبې او سواد زده کړو برخه کې لسګونه ځوانانو ته په وړيا ډول زده کړې ورکول کيږي او هڅه کوو چې د زده کړو لړۍ ولسواليو ته هم وغځوو.
د يادونې وړ ده چې له دې ښوونيز مرکز څخه مخکې له دې هم څو دورې ځوانان په يادو برخو کې تر زده کړو کولو وروسته فارغ شوي دي.
۱۴۴۵/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۴ هـ ل
