د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د سياحتي شرکت له مسؤلينو سره وکتل

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۱:۴۱
Sare Pull province

یک‌شنبه (۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما د فرهنګ او ګرځندوی د آمر عبدالمالک بلوچ په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل او په يو لړ مسایلو يې بحث وکړ.

د سياحتي شرکتونو مسؤلينو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره شريکې کړې او د حل کولو غوښتنه يې وکړه.

د سياحتي شرکتونو د اتحاديې رئيس حسین نصري د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همکاريو څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل: د هغه شرکتونو د فعاليت کولو مخه باید ونيول شي، چې په غیر قانوني ډول فعاليت کوي، تر څو د قانوني شرکتونو ستونزې هوارې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما د يادو شرکتونو له مسؤلينو سره د ستونزو د حل کولو ژمنه وکړه او له دوی يې وغوښتل چې خپل فعاليتونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طرزالعمل مطابق مخته يوسي او د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او نورو مسؤلينو سره همکار اوسي.

۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS