د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د سياحتي شرکت له مسؤلينو سره وکتل
یکشنبه (۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما د فرهنګ او ګرځندوی د آمر عبدالمالک بلوچ په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل او په يو لړ مسایلو يې بحث وکړ.
د سياحتي شرکتونو مسؤلينو خپلې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره شريکې کړې او د حل کولو غوښتنه يې وکړه.
د سياحتي شرکتونو د اتحاديې رئيس حسین نصري د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همکاريو څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل: د هغه شرکتونو د فعاليت کولو مخه باید ونيول شي، چې په غیر قانوني ډول فعاليت کوي، تر څو د قانوني شرکتونو ستونزې هوارې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما د يادو شرکتونو له مسؤلينو سره د ستونزو د حل کولو ژمنه وکړه او له دوی يې وغوښتل چې خپل فعاليتونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طرزالعمل مطابق مخته يوسي او د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او نورو مسؤلينو سره همکار اوسي.
۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل
