د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له لیکوالانو او شاعرانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۲۰:۷
.....

نن چهار شنبه (۱۴۴۵/۲/۱۴ هـ ق) د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له لیکوالانو او شاعرانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي عمیر سرپلي خبرې وکړې او ویې ویل: دا مهال د داسې کلتوري غونډو ترسره کېدو ته جدي اړتيا ده، موږ او تاسو باید په قلم سره فکري مبارزه وکړو او دوام ورکړو.
ښاغلي سرپلي زیاته کړه، چې دغه ولايت د ادب او کلتور کور دى او ځوانان يې هم دغه نظام ته ژمن دي، نو له همدې امله د اطلاعاتو او کلتور رياست د دې ولايت ځوانانو ته زياته پاملرنه کوي.
ښاغلي سرپلي له ليکوالانو وغوښتل چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د غونډې په جریان کې استادانو او کلتورپالو د اسلامي او ملي ارزښتونو په باب ارزښتناکه ويناوې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه يې وغوښتل چې همداسې کلتوري پروګرامونه هر وخت جوړ کړي.

۱۴۴۵/۲/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۸ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۶
Background image

لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تخنیکي زده‌ کړو آمریت لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳
Background image

له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الرباط علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د کندهار مرستیال والي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲
Background image

بغلان کې د نشه ‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي پروګرام د علماوو کرامو، د ګذر وکیلانو او قومي مخورو په شتون کې ترسره شو.
دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS