د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۱۱
فب۶

دا سیالي چي د زابل په مرکزي زندان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري ترسره شوې وه، چې لسګونه زندانیانو پکي برخه اخیستې وه.
د پایلو د اعلان پرمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: د سیرت مطالعه کول د هر مسلمان مکلفيت دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کول باید د دې لپاره وي چې ځانونه پر نبوي سنتو برابر کړو، زندان الله تعالی ته د رجوع او نزدیکت خورا ښه ځای دی، دا وخت غنیمت وګڼئ او له همدې غنیمت څخه استفاده وکړئ، مطالعه وکړئ او په دین کي خپل معلومات زیات کړئ، دلته داسي وخت وو، چي چا به کتاب نه شو ترلاسه کولای، تاسو نېکمرغه یاست چي په زندان کي استادان درته مقرر شوي، له دوئ څخه زده کړه ترلاسه کړئ او وخت عبث مه تیروئ.
نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ديني سیالۍ ترسره کړي.
د غونډې په پای کې تر اووم مقام پورې برياليو کسانو ته نغدې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
Background image

خروار ولسوالۍ کې د سېرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پايلې اعلان شوې

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خروار ولسوالۍ په کچه  د ښوونځیو او مدرسو (۱۵۰) تنو زده کوونکو او ځوانانو څخه د سېرت النبي(ص) آزموینه اخیستل شوې وه، چې د پایلو له اعلان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پایلې اعلان شوې

دا سیالي چي د زابل په مرکزي زندان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري ترسره شوې وه، چې لسګونه زندانیانو پکي برخه اخیستې وه.
د پایلو د اعلان پرمهال د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳۰
Background image

شانتي رضاکاره ټولنه په نورستان کې عامه کتابتونونه جوړوي

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر او د شانتي رضاکاره ټولنې مسؤلينو نورستان ولايت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس مولوي سميع الحق. . .

BACK TO NEWS