شانتي رضاکاره ټولنه په نورستان کې عامه کتابتونونه جوړوي

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳۰
۰ه۹

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر او د شانتي رضاکاره ټولنې مسؤلينو نورستان ولايت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس مولوي سميع الحق حق بیان سره ليدنه وکړه.
د کتابتونونو عمومي رئیس حافظ نعمت الله منتظر وويل: د شانتي رضاکاره ټولنه په پام کې لري، چې د نورستان په مرکز پارون او کانتيوا او واما ولسواليو کې د کتاب لوستنې دود عامولو په موخه عامه کتابتونونه جوړ کړي.
د نورستان د اطلاعاتو اوکلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د خپلو فعاليتونو، پروګرامونو، عامه کتابتون کې د شته کتابونو او راتلونکو پلانونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه؛ د نورستان عامه کتابتون کې ډېر کم  کتابونه موجود وو، چې د ډېرو هلو ځلو وروسته مو د پخوا په پرتله پراختیا ورکړې، اوس مهال مختلفو برخو کې کتابونه موجود دي، چې ګڼ شمېر محصلین او زده کوونکي ترې استفاده کوي.
ښاغلي حق بیان د شانتي رضاکاره ټولنې مسؤلینو څخه د مننې کولو ترڅنګ دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS