د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
Sun, Oct 06 2024 3:11 PM
فب۶

دا سیالي چي د زابل په مرکزي زندان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري ترسره شوې وه، چې لسګونه زندانیانو پکي برخه اخیستې وه.
د پایلو د اعلان پرمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: د سیرت مطالعه کول د هر مسلمان مکلفيت دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کول باید د دې لپاره وي چې ځانونه پر نبوي سنتو برابر کړو، زندان الله تعالی ته د رجوع او نزدیکت خورا ښه ځای دی، دا وخت غنیمت وګڼئ او له همدې غنیمت څخه استفاده وکړئ، مطالعه وکړئ او په دین کي خپل معلومات زیات کړئ، دلته داسي وخت وو، چي چا به کتاب نه شو ترلاسه کولای، تاسو نېکمرغه یاست چي په زندان کي استادان درته مقرر شوي، له دوئ څخه زده کړه ترلاسه کړئ او وخت عبث مه تیروئ.
نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ديني سیالۍ ترسره کړي.
د غونډې په پای کې تر اووم مقام پورې برياليو کسانو ته نغدې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل