د زرغونې انا مقبرې د ترمیماتي چارو څخه ليدنه وشوه
د يک شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د هنر او فرهنګ د امر عبدالشکور څپاند په ملتیا د زرغونې انا مقبرې د ترمیماتي چارو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي سمنګاني په خبرو کي وویل، چي د زرغونې انا مقبرې ترميماتي کارونه ۹۰ سلنه ترسره سوي او پاته ۱۰ سلنه کارونه به ئې هم په لنډه موده کي پای ته ورسیږي.
د یادولو ده، چي د زرغونې انا مقبرې پر ترميماتي چارو ۱۱ میليونه افغانۍ لګښت راځي، چي د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري ورکول کیږي.
ھ ق۸/۸/۱۴۴۵
ھ ش۲۹/۱۱/۱۴۰۲
