د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان شوې

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۲۸
صیسط

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت او د پوهنې ریاست تدریسي آمريت له لوري تر سره شوې وه، چې سلګونه ځوانانو پکې برخه اخیستې وه، پایلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس، د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال، د ځوانانو چارو د آمر، د مدرسو او ښوونځیو استادانو او سلګونه زده کوونکو په ګډون اعلان شوې.
یادې غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مولوي رحمت الله حماد د خپلې وینا په ترڅ کې په ازموینه کې د زده کوونکو د پراخ ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ زموږ هڅه دا ده ترڅو ځوان نسل په سوچه اسلامي فکر سمبال وروزل شي، په همدې موخه مو دا سیالي تر سره کړه، افغانستان اوس د اصیلو بچیانو لاس ته لوېدلی، دلته به هغه ارزښتونه پالل کیږي، چې واقعي او دیني ارزښتونه وي، افغانستان د یو داسې اسلامي نظام څخه برخمن دی، چي نړۍ کې  یې ساری نه لیدل کیږي.
ښاغلي حماد له ښوونکو وغوښتل چي د زده کوونکو پر فکري رغوونه کار وکړي او زده کوونکي دې په پوره اسلامي فکر سمبال کړي.
غونډه تر ۴۷ م مقام پورې بریالیو ګډونوالو ته د ډاليو، جایزو او ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS