د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۵۶
..

د کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د افغانستان خپلواکو رسنیو اتحادیې په همکارۍ د رسنیو او ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ورته ناستو جوړول د رسنیو او ادارو ترمنځ د باور فضا د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ویې ویل: د خبریالانو او امارتي ادارو مسؤلینو ترمنځ په همغږۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی او دا همغږۍ باید لا نوره هم پراخه شي، ترڅو ولس سره دقیق معلومات پر وخت شریک شي.
دغه راز د افغانستان د خپلواکو رسنیو اتحادیې مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د خبریالانو د ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل: د سالمې ټولنې جوړېدو په برخه کې د رسنیو پیاوړتیا خورا مهمه ده، مسؤلینو زیاته کړه، دغه اتحادیه به په راتلونکي کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د خبریالانو لپاره تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، ترڅو د ژورنالیزم معیارونه نور هم لوړ شي او د رسنیزو د فعالیتونو کیفیت لا ښه شي.
غونډه د ګډ تفاهم، مثبتو وړاندیزونو او د راتلونکو همکاریو د ژمنو په فضا کې پای ته ورسېده او ګډونوالو هیله څرګنده کړه، چې دا ډول ناستې به د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په موخه په دوامداره توګه ترسره کېږي.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

BACK TO NEWS