د رسنيزو سرغړونو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۷:۱۷
Yhysysysgs

دوشنبه (۱۲ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د کمېسيون مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي صاحب په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو په معينيت کې ترسره شوه. 

د غونډې په پیل کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي صاحب د تېرې غونډې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه وکړه.

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په دې غونډه کې د رسنیو لخوا د راپور جوړونې په جریان کې د خلکو شخصي حریم ته د درناوي په موخه لازمې پریکړې وشوې، سربیره پر دې د خبريالانو له لوري پر بعضو رسنیو شوي شکايتونه وڅېړل شول، همدا راز په شپږو نورو موضوعاتو هم بحث وشو، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

یاده غونډه د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسېده.

 

۱۴۰۳/۱۰/۲۴ ل

۲۰۲۵/۱/۱۳ ز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS