د خپرونو چارو معین فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۲:۲۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو دڅارو رئیس مولوي صفی الله رائد او د دغه وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال په شتون کې د فاریاب ولایت د امارتي او خصوصي رسنیو له یو شمېر ژورنالیستانو او مسؤلینو سره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو د خبریالۍ کارتونو جوړولو، بريښنا بېلونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل: په تېرو پنځو کلونو کې فاریاب کې د رسنیو او ژورنالیستانو په وړاندې کومه ستره ستونزه نه ده رامنځته شوې. 
ژورنالیستانو زیاته کړه، چې د فاریاب ولایت د رسنیو مسؤلین او ټول ژورنالیستان د اسلامي نظام او ملي ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي او ټول ژورنالیستان د عامه افکارو د جوړولو او ساتلو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکوي.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د رسنیو او ژورنالیستانو د ترسره کړیو فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هېواد د ټولو رسنیو او ژورنالیستانو ملاتړ ته ژمن دی. ښاغلي فراهي ډاډ څرګند کړ، چې د موجودو ستونزو د حل او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.

۱٤٤۸/٤/۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۶
Background image

میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده‌ کوونکو او استادانو ته د زده‌ کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښ. . .

BACK TO NEWS