د ختيځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۵۵
a

چهارشنبه ( اول د ربيع الاول ۱۴۴۶) تېره ورځ د جلال آباد ښار په سپين غر هوټل کې د ختيځ زون د دولتي ادارو وياندويانو او نشراتي مسؤلينو ته د همغږۍ دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل، د وزارت مقام حقوقي سلاکار قاري سعيد خوستي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د ياد وزارت د بېلابېلو ادارو رئيسانو، د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ختيځ زون د اطلاعاتو او کلتور رياستونو رئيسانو او د ملکي او نظامي ادارو وياندويانو، مسؤلينو او خبریالانو ګډون کړی و.
د يادې ناستې د دوهمې ورځې په پیل کې د خراسان پوهتون د استاد اورنګ صمیم له لوري د مسلکي ویاند او رسنوال ځانګړتیاوې د یو پرزنټېشن له لارې ټولو ګډونوالو ته وړاندې شوې، نوموړي وویل: یو ویاند او خبریال باید ټولنیز مقام، اسلامي پوهه،  ښه شهرت، ښه څېره، د پوهې او اړیکې پاللو ښه ځواک او د ژورنالېزم په مسلکي او نړیوالو اصولو پوه وي.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال وویل: په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې پخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون و، خو اوس یې د ریاست په شکل په فعالیت پیل کړی، تاسو ټولو ته ډاډ درکوم، چې له دې وروسته به په دغه برخه کې ډېری ستونزې حل شي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستي وویل: زموږ نظام د اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتلو په رڼا کې د بیان آزادۍ ته ژمن دی، ښاغلي خوستي زیاته کړه؛ دښمنانو مو په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، خو جنګ يې نه دی ودرولی، غواړي دغه جنګ په فکري ډول پرمخ یوسي او د دې لپاره ډېرې پیسې مصرفوي، ترڅو د رسنیو له لارې د اوسني نظام پرضد تبلیغات وکړي، فکري جنګ له نظامي جنګ څخه ډېر خطرناک دی او زیان يې هم ډير وي، که داسې یو جنګ پیل شي، نو قرباني به یې بیا هم افغانان وي، راځئ! ژمنه وکړو،  چې بیا چا ته اجازه نه ورکوو، چې د خلکو اذهان ګډوډ کړي او څنګه مو چې په نظامي ډګر کې ورته ماتې ورکړې په فکري جګړه کې هم ورته ماتې ورکړو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد په خپلو خبرو کې وویل: رسنۍ باید د ځان لپاره یوازې د تجارت منبع ونه ګرځوو، ټولې رسنۍ د هيواد د ژبې په حیث وي، هره رسنۍ چې څه خپروي، يواځې تر همدې رسنۍ محدود نه پاتې کيږي، په نړۍ کې دوه ډوله رسنۍ دي، یو هېواد ته ژمن او بل د هېواد او حکومت پرضد رسنۍ دي، هڅه وکړئ، ځان هېواد، خاورې او حکومت ته ژمن ثابت کړئ او د هېواد په بیا ودانولو کې له خپل نظام سره فعاله ونډه واخلئ.
د ناستې په پای کې د ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د ننګرهار اېف اېم راډیوګانو اتحادیې خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل له لوري ټولو ته د هغوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو او ورته په بېلابېلو برخو کې یو شمېر سپارښتنې هم وشوې.
ښاغلي حقمل وويل: دلته د دې لپاره راټول شوي یوو، چې د مسؤلینو په حیث ستاسې ټولې ستونزې او غوښتنې راټولې کړو، له مقاماتو سره يې شریکې او د حل لارې چارې ورته ولټوو.
نوموړي زياته کړه؛ ځوانان باید په اسلامي روحیه وروزو، ځکه همدا ځوانان زموږ راتلونکي رهبران دي او د هېواد راتلونکی به هم د همدوی په لاس کې وي.

۱۴۴۶/۳/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا او سرپل ولایتونو کې خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پکتیکا او سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د یادو ولایتونو د خپلواکو خبریالانو ټولنې په همکارۍ د سیمیزو رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د ولایتي ادارو ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د بیارغونې چارو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسيمي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار سره یوځای د مولانا جلال ‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د. . .

BACK TO NEWS