د حکومت او رسنیو تر منځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض، د ملي راډیو تلویزیون آمر مولوي نظرمحمد زاهد، د امنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني، د دولتي ادارو ویاندویانو، د بېلابېلو رسنیو خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل عبدالله حقمل وویل، د دې ناستې موخه د دولت او خبريالانو تر منځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول دي.
ورپسې د هلمند د خبريالانو د ټولنې مشر وحیدالله وحدت په ټولنه کې د رسنیو او خبریالانو د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې څخه یې غوښته وکړه، چې هلمند مېشتو خبریالانو او ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه رسنیز ورکشاپونه ورکړي.
ورپسې ښاغلي ریاض د رسنیو د قانون په چوکاټ کې خبریالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وکړي.
ښاغلي ریاض وویل، موږ د اسلامي اصولو او افغانۍ کلتور سره سم ژمن یو، چې د رسنیو سره همکاري وکړو، د ده په خبره افغاني او ملي ارزښتونه راته لومړیتوب لري او د دې ارزښتونو په ساتلو کې باید رسنۍ او خبريالان خپل ملي مسؤلیت ادا کړي.
۱۴۴۵/۱/۱۲ هــ ق
۱۴۰۲/۵/۷ هـ ش
