د جوزجان له ښوونيزو مرکزونو څارنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۲۲
شص

دوشنبه (۱۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو له ښوونيز مرکز او د ځوانانو د سوداګريزو استعدادونو د پراختیا له مرکز څخه څارنه وکړه.

د ځوانانو چارو آمر انجینر پهلوان بابري وايي: د ځوانانو د سوداګريزو استعدادونو د پراختیا مرکز او ښوونيزو مرکزونو د درسونو د کیفیت لوړونې، د پروګرامونو د څرنګوالي، او د زده کوونکو د ارزيابۍ په موخه يې له دې مرکزونو څارنه ترسره کړه.
د ښاغلي بابري په خبره؛ دا مهال په دې مرکزونو کې سلګونه تنه زده کوونکو د تجربه لرونکو استادانو له لوري په وړيا ډول زده کړي ترلاسه کوي.
د يادونې وړ ده چې له دې دوو مرکزونو څخه په تير يو کال کې سلګونه تنه زده کوونکي له مختلفو برخو فارغ شوي دي، چې يو مرکز په شبرغان ښار او بل په آقچې ولسوالۍ کې موقعيت لري.

۱۴۰۳/۵/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۳ میلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS