د جلال آباد ښار او یو شمېر ولسواليو له فعالو ځوانانو سره ناسته وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۳:۱۰
شبلاشدهسشفد

د ننګرهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د جلال آباد ښار او يو شمېر ولسواليو فعالو ځوانانو د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير سره ناسته وکړه، چې په ناسته کې د ځوانانو د فکري روزنې، د ښوونيزو سمينارونو او پروګرامونو په جوړولو خبرې وشوې.
د ځوانانو چارو آمر قاري زهير ځوانانو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت په پام کې لري، چې په جلال آباد ښار کې ځوانانو لپاره يو لوی روزنيز مرکز جوړ کړي، چې په يو وخت به پکښې تر ۱۰۰۰ تنو ځوانان وړيا زده کړې ترلاسه کولای شي.
نوموړي همدا راز د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ ترڅنګ يې ځوانانو ته ځينې لازمې سپارښتنې هم وکړې.

۱۴۴۶/۸/۳ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS