د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشر سره وکتل
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشر حجت الله مجددي او یو شمېر خبریالانو سره وکتل او د رسنیو د کاري چاپېریال د لاخوندیتوب او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په اړه يې بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي رسنیو ته د مناسب کاري رسنیز چاپېریال په برابرولو او دغه راز خبریالانو ته پر وخت د کره او باوري معلوماتو په ورکړه کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې.
ښاغلي مجددي زیاته کړه، په ياد ولایت کې میشت خبریالان او رسنۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همغږۍ او تعامل خپلې چارې ترسره کوي او د ظرفیتونو د لوړوالي لپاره به یې د خپلواکو خبریالانو اتحادیه خپلې هڅې ترسره کړي.
ورپسې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دې ولایت کې میشتې رسنۍ او خبریالان له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همغږۍ، پر وخت، بې پرې اطلاع رسونه په خپلواک ډول سره کوي او هېڅ خبریال او رسنۍ ته د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا امنیتي او غیرامنیتي ستونزې چې د مطبوعاتي او رسنیزو چارو پر وړاندې خنډ ګرځېدلې وي، نه دي رامنځ ته شوې.
۱۴۴۵/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۶ هـ ش
