د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشر سره وکتل 

wares_admin
Tue, Oct 10 2023 2:33 AM
Baghlan

د  بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشر حجت الله مجددي او یو شمېر خبریالانو سره وکتل او د رسنیو د کاري چاپېریال د لاخوندیتوب او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په اړه يې بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي رسنیو ته د مناسب کاري رسنیز چاپېریال په برابرولو او دغه راز خبریالانو ته پر وخت د کره او باوري معلوماتو په ورکړه کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې.
ښاغلي مجددي زیاته کړه، په ياد ولایت کې میشت خبریالان او رسنۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همغږۍ او تعامل خپلې چارې ترسره کوي او د ظرفیتونو د لوړوالي لپاره به یې د خپلواکو خبریالانو اتحادیه خپلې هڅې ترسره کړي.
ورپسې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دې ولایت کې میشتې رسنۍ او خبریالان له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همغږۍ، پر وخت، بې پرې اطلاع رسونه په خپلواک ډول سره کوي او هېڅ خبریال او رسنۍ ته د اسلامي امارت له حاکمیت راپدېخوا امنیتي او غیرامنیتي ستونزې چې د مطبوعاتي او رسنیزو چارو پر وړاندې خنډ ګرځېدلې وي، نه دي رامنځ ته شوې.

۱۴۴۵/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۶ هـ ش
 

تازه ترین اخبار

Sat, Jun 20 2026 2:38 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Visits Renowned Afghan Writer and Researcher Ustad Mohammad Asif Samim

Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the residency of the renowned Afghan writer, researcher, and literary. . .

Thu, Jun 18 2026 12:47 PM
Background image

Senior Officials of the Ministry of Information and Culture Visit and Honor Ustad Habibullah Rafi

Senior officials of the Ministry of Information and Culture visited the residence of renowned Afghan scholar, historian, researcher, and writer Ustad Habibullah Rafi to inquire about. . .

Thu, Jun 18 2026 11:24 AM
Background image

Two-Day Art and Cultural Exhibition “Wesal-e-Hunar” Opens in Kabul

A two-day art and cultural exhibition titled “Wesal-e-Hunar” (Union of Art) was inaugurated at the Negaristan Department by the Directorate of Fine Arts, under the Deputy Ministry of. . .

BACK TO NEWS