د بدخشان د کشم ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه ليدنه وشوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۱
.....

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د مطالعې د ودې او کتابخانو ته د ځوانانو د لاسرسي په موخه د کشم ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه.
د کلتور او هنر آمر محمد عارف فاروقي وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست د څېړنې ټيم د يو سفر په ترڅ کې د کشم ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه د ليدنې په ترڅ کې پوه شول چې د ياد کتابتون لپاره د مناسب ځای نشتون د دې لامل شوی چې ځوانان د خپلې خوښۍ کتابونو له مطالعې څخه پاتې شي.
د نوموړي په وينا ياد ټيم د کشم ولسوالۍ له ولسوال قاري محمد اصف ظفريار سره د يادې ستونزې په اړه ناسته کړې، چې د ولسوال له لوري ورسره د مناسب ځای د پيدا کولو ژمنه وشوه.
د بدخشان ولايت د عامه کتابخانو عمومي مدير محمد عثمان ابراهيمي وايي: په تېرو څو مياشتو کې يې په مرکز او ولسواليو کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود د غښتلي کولو په موخه د کتاب لوستنې څو پروګرامونه جوړ کړي دي، دا مهال په بدخشان کې ځوان نسل ورځ تر بلې د مطالعې سره علاقه پيدا کوي او په کتابخانو کې يې د ګډون کچه لوړه شوې ده.
۱۴۴۵/۶/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS