د بامیانو ولایت له دوو لرغونو سیمو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۳۵
..

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی هاشمي د یو هیئت په مشرۍ د دې ولایت د مرکز توپچي کلي کې له کافر کلا (الف او ب) څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې سفر موخه د تاریخي او فرهنګي میراثونو د وضعیت څارنه، د سیمې عمومي ارزونه، او دغه لرغونې سیمې ته د ګرځندویانو را جلب کول وبلل.
ښاغلي صالح دا دوه کلاګانې د بامیانو د بډایه تاریخي میراث مهمې برخې وبللې او ویې ویل: دا تاریخي ودانۍ د ولایت له ارزښتناکو خو لږ پېژندل شویو جاذبو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي د کافر کلا (الف او ب) د سیمې له اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د دغو تاریخي سیمو په ساتنه او پالنه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
کافر کلا (الف او ب) د بامیانو ولایت د نورو تاریخي او لرغونو سیمو په څېر د دې ولایت له تر ټولو پخوانیو او مهمو تاریخي آثارو څخه ده، چې د توپچي کلي پر یوه ډبرینې غونډۍ جوړه شوې ده.
یاده کلا له خښتو او ډبرو جوړه شوې او د شاوخوا دښتو یوه زړه‌ راښکونکې منظره وړاندې کوي، دغه ستراتیژیک موقعیت ښيي چې دا کلاوې په پخوا وختونو کې د ضحاک او غلغلې لرغونو ښارونو ترمنځ د دفاع او څار مهم رول درلود.
د یادونې وړ ده، چې دا کلاګانې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونیسکو) دایمي لست ته هم ور اضافه شوې ده.

۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS