د بادغيس محلي موزيم پرانیستل شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۲۲:۳۳
…

سه شنبه ( ۱۲ د ذوالقعدې ۱۴۴۵ ) د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په دې ولايت کې محلي موزيم پرانیستل شو، چې د پرانستې مراسمو کې د مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي سربېره ګڼ شمېر علماوو، ځوانانو، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو برخه اخستې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسؤلينو په وينا؛ په بادغيس ولايت کې يې د تاريخي آثارو د خوندي ساتلو په موخه دا اقدام ترسره کړی دی، تر څو د شته تاريخي آثارو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: په نوي جوړ شوي موزيم کې به ۲۵۰ لرغوني آثار چې د غزنويانو او يو شمېر نورو تاريخي دورو پورې اړه لري، د ساتنې او نندارې په موخه ځای په ځای شي.

۲۰۲۴/۵/۲۱ ميلادي 
۱۴۰۳/۳/۱ ھ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS