د امارتي ادارو له ویاندویانو، د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې
د فاریاب او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وکړې.
د فاریاب او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د دغو غونډو موخه د لازیاتې همغږې رامنځته کول او د رسنیزو چارو لاښه والی یاد کړ، همدا راز د حقایقو د انعکاس، عامه پوهاوي او منفي تبلیغاتو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو رول مهم وبلل شو.
د غونډو په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او د اطلاع رسونې په برخه کې د موجوده ستونزو یادونه وکړه او د ګډو همکاریو، اطلاع رسونې په برخه کې اسانتیاوو او له رسنیزو چارو باندې یې ټینګار وکړ، چې د مسؤلینو له لوري د هراړخیزو همکاریو ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۱/۸ هـ ق
