کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۸
..

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کوهبند ولسوالۍ اړوند شنکاخېل په سیمه کې (د شعرونو له شور سره د توت دودیزه مېله) په نوم د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه، چې پکې علماوو کرامو، ګڼ شمېر شاعرانو، قومي مخورو او د کاپیسا او ګاونډیو ولایتونو سلګونو اوسېدونکو ګډون کړی وو.
مسؤلینو د دغه پروګرام له جوړولو څخه موخه د بزګرانو د هڅو او زحمتونو له امله ترلاسه شویو کورنیو او سیمه‌ییزو محصولاتو نندارې ته وړاندې کول وبلل او له ملي او سیمه‌ییزو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د بزګرانو د محصولاتو په پېرلو سره یې ملاتړ وکړي.
د کوهبند ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې جشنوارې د جوړېدو له امله مننه وکړه او له مسوولینو څخه یې وغوښتل؛ چې د باغدارۍ د پیاوړتیا، د توت مېوې د پروسس او بازارموندنې په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
د کوهبند ولسوالۍ د کاپیسا ولایت له غرنیو ولسوالیو څخه ده، چې د دې سیمې توت، په ځانګړي ډول خودي، کبودي او کشمشې توتونه ډېر مشهور دي. د توت دودیزه جشنواره هم هر کال د دې ولسوالۍ په شنکاخېل سیمه کې جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې شاعرانو هم د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل چمتو کړي شعرونه ګډونوالو ته واورل چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.

۱۴۴۸/۱/۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۶
Background image

هرات کې د فریلانسینګ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فریلانسینگ(آنلاین کار) په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي؛ دا پروګرام د ځوانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۵
Background image

د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د غزني او پکتیا ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۸
Background image

کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري کوهبند ولسوالۍ اړوند شنکاخېل په سیمه کې (د شعرونو له شور سره د توت دودیزه مېله) په نوم د توت دودیزه جشنواره جوړه شوه، چې پکې علماوو کرامو، ګڼ. . .

BACK TO NEWS