د البیروني پوهنتون رضا کاره زده کړیالان وستایل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۹
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو شمېر رضاکار زده کړیالان په کلتوري او ټولنیزو برخو کې د فعال ګډون له امله وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم ‌الله وثیق ځوانان د هېواد روښانه راتلونکی وبلل او ویې ویل: په ټولنیزو او کلتوري برخو کې د ځوانانو فعالیتونه د ستایلو وړ دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هغو ټولو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت او د هېواد ګټو سره سمون ولري. 
دغه راز رضاکارو زده کړیالانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅونې او ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ملاتړ دوی دې ته ژمن کوي، چې لا ډېرې هڅې او فعالیتونه ترسره کړي.

۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS