د البیروني پوهنتون رضا کاره زده کړیالان وستایل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو شمېر رضاکار زده کړیالان په کلتوري او ټولنیزو برخو کې د فعال ګډون له امله وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق ځوانان د هېواد روښانه راتلونکی وبلل او ویې ویل: په ټولنیزو او کلتوري برخو کې د ځوانانو فعالیتونه د ستایلو وړ دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هغو ټولو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت او د هېواد ګټو سره سمون ولري.
دغه راز رضاکارو زده کړیالانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅونې او ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ملاتړ دوی دې ته ژمن کوي، چې لا ډېرې هڅې او فعالیتونه ترسره کړي.
۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق
