د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه وستایل

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۷:۲۴
....

نن یکشنبه ۱۴۴۴/۸/۱۲هـ ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د هرات اطلاعاتو او کلتور رياست له رئیس مولوي نعیم الحق حقاني سره په لیدنه کې د هغوی فعالیتونه وستایل.
‏په پیل کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست ښاغلي رئيس په خپلو لاسته راوړنو، پرمختګونو، نوښتونو او شته ستونزو رڼا واچوله او له وزیر صاحب څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي وزیر د هرات ولایت پر فعالیتونو خوښي وښوده او د دوی د کارونو او هڅو ستاینه یې وکړه او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې ورسره د نشراتو، کلتوري، ځوانانو چارو، سیاحتي او نورو اړوند برخو کې لازمې مشورې او خپلې سپارښتنې شريکې کړې. 
همدا راز یې د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په برخه کې ورته د ژر رسېدنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS