د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه وستایل
نن یکشنبه ۱۴۴۴/۸/۱۲هـ ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د هرات اطلاعاتو او کلتور رياست له رئیس مولوي نعیم الحق حقاني سره په لیدنه کې د هغوی فعالیتونه وستایل.
په پیل کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست ښاغلي رئيس په خپلو لاسته راوړنو، پرمختګونو، نوښتونو او شته ستونزو رڼا واچوله او له وزیر صاحب څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي وزیر د هرات ولایت پر فعالیتونو خوښي وښوده او د دوی د کارونو او هڅو ستاینه یې وکړه او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې ورسره د نشراتو، کلتوري، ځوانانو چارو، سیاحتي او نورو اړوند برخو کې لازمې مشورې او خپلې سپارښتنې شريکې کړې.
همدا راز یې د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په برخه کې ورته د ژر رسېدنې ډاډ ورکړ.
