د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د جوزجان او لوګر ولایتونو له رئیسانو سره وکتل
نن چهار شنبه (۱۴۴۵/۱/۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې په بېلو بېلو ناستو کې د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم او د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم سره وکتل.
په پیل کې یادو رئیسانو له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنې یې وکړې.
ښاغلي خیرخواه دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کیږي.
