د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونيز مرکز څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۵۴
صثیقبفل

د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د دې ریاست د ځوانانو چارو آمریت د ښوونيز مرکز له وړیا ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
 په دې مرکز کې ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، پښتو ژبې، ویناوالۍ او کمپیوټر مهارتونو زده کړې ورکول کېږي.
قاري آغا ولي قریشي وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ځوانانو ته د زده کړې ښه فرصتونه برابر شوي دي، هغه له ځوانانو وغوښتل، چې له دې برابر شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د علم او پوهې په زده کړې سره د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، چې د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دايکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په وړیا ښوونيز مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ بې‌ وزله ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

۱۴۴۶/۷/۲۰ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۲۰:۴۸
Background image

د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د روزنيز سمينار دريمه ورځ پای ته ورسېده

سه شنبه( ۲۰ د‌ رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې او روزنيز سمينار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونيز مرکز څخه لیدنه وشوه

د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د دې ریاست د ځوانانو چارو آمریت د ښوونيز مرکز له وړیا ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
 په دې مرکز کې ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، پښتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند کې د روغتيايي علومو له انسټیټیوټ سره هوکړه ليک لاسليک شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د عمري روغتیایي علومو انسټیټیوټ تر منځ په تخفیف سره د زده کوونکو منلو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ياد هوکړه ليک د لاسليک کولو پرمهال د دواړو ادارو. . .

BACK TO NEWS