د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونيز مرکز څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
Tue, Jan 21 2025 1:54 PM
صثیقبفل

د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د دې ریاست د ځوانانو چارو آمریت د ښوونيز مرکز له وړیا ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
 په دې مرکز کې ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، پښتو ژبې، ویناوالۍ او کمپیوټر مهارتونو زده کړې ورکول کېږي.
قاري آغا ولي قریشي وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ځوانانو ته د زده کړې ښه فرصتونه برابر شوي دي، هغه له ځوانانو وغوښتل، چې له دې برابر شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او د علم او پوهې په زده کړې سره د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، چې د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دايکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په وړیا ښوونيز مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ بې‌ وزله ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

۱۴۴۶/۷/۲۰ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲ ل