د اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ګډه ناسته ترسره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۲
...

هرات کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي په مشرۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ناسته ترسره شوه.
مولوي احمدالله متقي د رسنیو او خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: خبریالان د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لري او هیله ده چې د کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو په خپرولو کې له پخوا څخه ډېره هڅه وکړي.
دغه راز د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسئول عبد الجمیل وقار او د خبریالانو د ملاتړ او څار کمېټې رئیس شمیل احمد مشعل وویل: د تیرو کلونو په پرتله د رسنیو اړوند ستونزې کمې شوي دي، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او د خبریالانو خوندیتوب کمیټه د امارتي ادارو، نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو موسسو په همغږۍ هڅې کوي، چې د خبریالانو د ملاتړ، روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي.
ورته مهال خبریالانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه مننه وکړه او اطلاعاتو ته د لا ښه لاسرسي، د شته ستونزو د حل او د مسئولینو د دوامدارو همکاریو غوښتنه یې وکړه. 

۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS