د اطلاعاتو او کلتور رئیس د لرغونو ځایونو د ساتنې ټینګار وکړ

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۱۹
qwrer

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک ‌زاده وايي: لرغوني ځایونه د هېواد ملي پانګه ده او هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم دغه ریاست  د لرغونو ځایونو ساتنې ته ژمن دی.  
ښاغلي ملک زاده د يو هيئت په ملتيا د میدان چشمه سیمې او د عنابه ولسوالۍ څخه کتنه وکړه او ویې ویل: دغه کتنه د دې لپاره ترسره شوې چې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړېدو لپاره ټاکل شوې سیمې کې د لرغونو ځایونو د شتون احتمال وڅېړل شي.  
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس څرګنده کړه چې د دوی اداره مکلفه ده چې د هر ډول آبادۍ او جوړونې مخکې له یادو سیمو څخه کتنه وکړي ترڅو تاریخي آثارو او لرغونو ځایونو ته زیان ونه رسېږي.  
د یادونې وړ ده چې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس د يو هيئت په ملتيا د عنابه ولسوالۍ د ګوګردبوي تاریخي ساحې څخه هم کتنه وکړه.

۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۹:۵۲
Background image

د بېګم او د ځوانانو راډيو ګانو د بیاځلي فعالیت په اړه اعلامیه

د بېګم او ځوانانو راډيوګانو ، چې په کابل او نږدې ولایتونو کې یې په FM څپو نشرات درلودل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې څه موده وړاندې د فعالیت له جواز څخه د ناوړه استفادې، له بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۵:۴۳
Background image

هلمند کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو د آمر مولوي شیرمحمد وحدت په مشرۍ د سیمه ئیزو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه وشوه. 

د غونډې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳۲
Background image

لغمان کې لسګونه تاریخي ساحې سروې او ثبت شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست مسؤلین وايي: چې د دې ریاست تخنیکي پلاوي د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ لرغوني ساحې سروې او ثبت کړې.
د لرغونپوهنې رئیس ذبیح الله سادات. . .

BACK TO NEWS