د اطلاعاتو او کلتور رئیس د لرغونو ځایونو د ساتنې ټینګار وکړ

tawana_admin
Thu, Feb 20 2025 9:19 AM
qwrer

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک ‌زاده وايي: لرغوني ځایونه د هېواد ملي پانګه ده او هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم دغه ریاست  د لرغونو ځایونو ساتنې ته ژمن دی.  
ښاغلي ملک زاده د يو هيئت په ملتيا د میدان چشمه سیمې او د عنابه ولسوالۍ څخه کتنه وکړه او ویې ویل: دغه کتنه د دې لپاره ترسره شوې چې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړېدو لپاره ټاکل شوې سیمې کې د لرغونو ځایونو د شتون احتمال وڅېړل شي.  
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس څرګنده کړه چې د دوی اداره مکلفه ده چې د هر ډول آبادۍ او جوړونې مخکې له یادو سیمو څخه کتنه وکړي ترڅو تاریخي آثارو او لرغونو ځایونو ته زیان ونه رسېږي.  
د یادونې وړ ده چې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس د يو هيئت په ملتيا د عنابه ولسوالۍ د ګوګردبوي تاریخي ساحې څخه هم کتنه وکړه.

۱۴۴۶/۸/۲۱ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۲ هـ. ل