د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکو د کرونا واکسين ترلاسه کړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۳:۴۸
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکو د کرونا واکسين ترلاسه کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر مشرتابه او کارکوونکو د کرونا واکسين تطبيق شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرونا واکسين د پروګرام له پیل مخکې، د عامې روغتيا وزارت استازي د کووېډ- ١٩ واکسين د تطبیق د ارزښت او د هغه د احتمالي عوارضو په اړه چې تبه، د سر، ځان او ستونې درد دی؛ معلومات ورکړل.
د هغه په ​​وینا؛ د کرونا واکسین له ۱۸ کلنی څخه پر کښته کسانو، شيدې ورکوونکو مېرمنو، اميدواره مېرمنو او هغه مېرمنې چې غواړي حامله شي؛ د تطبیق وړ نه دی.
د لومړي پړاو له بشپړېدو او ٣٠ ورځو وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکي دويمه دوره واکسين ترلاسه کوي.
کابل/ د غویي ۶ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS