د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونو آثارو پر ساتنې ټينګار وکړ

moic_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۲۱:۴۱
vc

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونو آثارو پر ساتنې ټينګار وکړ
کابل د چنګاښ ٨ مه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د اطلاعاتو او فرهنګ له څلورو ولايتي رييسانو سره په آنلاين ډول ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د فراه، دايکنډي، پکتيا او بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو رپوټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.

د فرهنګي جشنونو ترسره کول، عامه کتابتونونو ته د کتابونو راټولول او د فرهنګي شخصيتونو ستايل د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو له لاسته راوړنو څخه دي.

د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو په ولايتونو کې د بودجې او تشکيل د زياتوالي او د لرغونو آثارو د ترميم او مرمت کولو غوښتنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ناستې د جوړولو موخه د ستونزو شريکول وبلل او ويې ويل چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان دې هلې ځلې وکړي چې له فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو سره ښې اړيکې رامنځته کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو ته لارښوونه وکړه چې د لرغونو آثارو په ساتنه او مرمت کولو کې هېڅ راز هڅې و نه سپموي.

sunday-vc

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۱:۰
Background image

د واټونو او عامه ښاري اماکنو د نومولو کمېسیون نوی طرزالعمل په اصولو کې تایيد شو

د واټونو د نومولو کمېسیون ناسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د کمېسیون غړیو، د واټونو د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۲:۳
Background image

د ”عقرب تاريک“ د کابل پوهنتون تراژيدي کتاب مخکتنه وشوه

د “عقرب تاريک” د کابل پوهنتون تراژيدي کتاب پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون د دغه وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې مخکتنه وشوه.
د باختر آژانس. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د دولتي ورځپانو او د افغان اعلاناتو د مقررې د طرحې لومړنى مسوده بشپره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاور نظيرزوى په مشرۍ نن د دولتي ورځپاڼو او د افغان اعلاناتو د مقررې د طرحې د تصويب کمېسيون غونډه جوړه شوه .
د باختر اژانس خبريال د خبر له. . .

BACK TO NEWS