د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته هنري او تاریخي اثار وسپارل شول
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم او نګارستان ته د هنرمند اسماعیل ځدراڼ له لوري په ښکلي هنري خط لیکل شوي د الله (جل جلاله) مبارک نومونه او د قرآن کریم یوه لرغونې نسخه (چې په بېلابېلو برخو کې یې سره زر هم کارول شوې دي) وسپارل شول.
ښاغلي اسماعیل ځدراڼ وویل: د قرانکریم لرغونې نسخې پرته د الله (جل جلاله) ټول مبارک نومونه یې خپله په خطاطۍ پر تابلوګانو لیکلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه اثار یې د ساتنې، یادګار او د فرهنګي میراثونو د خونديتوب په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم او نګارستان ته وسپارل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د نوموړي له دې فرهنګي نوښت څخه مننه وکړه او ویې ویل: د قرآن کریم د دې کم یابې او ارزښتمنې نسخې په سپارلو سره به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم او نګارستان نور هم غني او بډای شي.
د یادونې وړ ده، چې هنرمند اسماعیل ځدراڼ د لاسي صنایعو، خطاطۍ، نقاشۍ، تاریخي، هنري او ادبي آثارو په ګډون نږدې زر بېلابېل اثار لري، چې دا مهال یې په شخصي امکاناتو او لګښت ساتنه کوي، خو د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ډاډ څرګندوي، چې د دغو ارزښتمنو آثارو د خوندي ساتنې لپاره به مناسب ځای برابر کړي.
۱۴۴۸/۱/۲۰ هـ ق
