د اسلام لنډ تاریخ د ازموینې پایلې اعلان شوې 

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۲۲:۲۹
.....

 

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت له لوري د اسلام لنډ تاریخ په برخه کې تېره چهارشنبه د یاد ریاست رئیس مولوي نور محمد حنیف او د پوهنتون استادانو تر نظارت لاندې ازموینه اخیستل شوې وه، اوس یې پایلې اعلان او غوره زده کوونکو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوایز هم ورکړل شول.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ازموینې بریالي ځوانانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د ویاړ ځای دی، چې ننګرهار کې ګڼ شمېر ځوانانو د اسلام لنډ تاریخ ازموینه کې ګډون وکړ او دا د دې ښکارندويي کوي، چې زموږ ځوانان له خپل دین او هېواد سره مینه لري.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ازموینې لومړي مقام ګټونکي ته یو عراده صفر کیلومتره موټرسایکل او یو عراده بایسکل او همداشان دویم، درېیم، څلورم مقامونو ته لپټاپ کمپیوټرونه او تر ۳۰ مې نومرې پورې ګټونکیو ته په ترتیب سره جوایز ورکړل شول.

۱۴۴۵/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۸ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS