دولینه ولسوالۍ کې له تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۲۶
qsd

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم دولینه ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ له بېلابېلو تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه لیدنه وکړه .
ښاغلي زعیم د سفر پر مهال د بی ‌بی ‌یان، خواجه‌ گان، سلمین، پوی، رزقان، اوشان او دهن منار کلیو تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرمان او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پالیسۍ يې چې د دغو آثارو د ساتنې په اړه صادرې شوي، د یادو کلیو اوسېدونکو ته تشریح کړل.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د لرغونو آثارو له ناقانونه کیندنو، غصب او تخریب څخه ډډه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس همداراز له هغو ثبت شوو لرغونو سیمو څخه چې خلکو پکښې د ودانیزو چارو هڅې پیل کړې وې، له نږدې لیدنه وکړه او د سرغړونکو کسانو ودانېزې يې بندې کړې.

۱۴۴۶/۱۰/۱۴ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS