دولینه ولسوالۍ کې له تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه وشوه
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم دولینه ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ له بېلابېلو تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه لیدنه وکړه .
ښاغلي زعیم د سفر پر مهال د بی بی یان، خواجه گان، سلمین، پوی، رزقان، اوشان او دهن منار کلیو تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه او د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله فرمان او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پالیسۍ يې چې د دغو آثارو د ساتنې په اړه صادرې شوي، د یادو کلیو اوسېدونکو ته تشریح کړل.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د لرغونو آثارو له ناقانونه کیندنو، غصب او تخریب څخه ډډه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس همداراز له هغو ثبت شوو لرغونو سیمو څخه چې خلکو پکښې د ودانیزو چارو هڅې پیل کړې وې، له نږدې لیدنه وکړه او د سرغړونکو کسانو ودانېزې يې بندې کړې.
۱۴۴۶/۱۰/۱۴ ق
