داطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ مشاعره ترسره سوه
تېره ورځ د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د دې ریاست د کلتور ځو ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، د هنري فعالیتونو د تنظیم مدیر حافظ احمدالله فهیم ، د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو څخه راغلو شاعرانو او لیکوالانو ګډون درلود.
د هنري فعالیتونو مدیر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، له شاعرانو او لیکوالانو څخه یې وغوښتل چې همېشه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپلې مشورې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکي کړي تر څو په هلمند کې کلتوري فعالیتونه نور هم پیاوړي او معیاري شي.
دده په خبره موږ هڅه کوو تر څو دا ډول ناستې او مشاعرې نورې هم ترسره کړو، تر څو شاعران او په ځانګړي ډول ځوان شاعران وهڅوو چي په راتلونکي کې دخپلې ژبې او ادب دبډاینې لپاره لا زیات کار وکړي.
ورپسې دکلتور ګرځندوی آمر ښاغلي حنیف له راغلو ګډونوالو څخه مننه وکړه چي په داسې غونډو کې ګډون کوي.
ورپسې شاعرانو، نعت ویوونکو او ترانه ویوونکو خپل ترتیب شوي شعرونه، ترانې او نعتونه وړاندې کړل او د ګډون والو هنري تنده يې ورباندي خړوبه کړه.
۱۴۴۵/۶/۲۹ ھ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۱ ھ ش
