خاکجبار ولسوالۍ کې درې لرغونې سیمې کشف شوې
تېره ورځ د لرغون پوهنې ریاست له لوري د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې درې لرغونې سیمې چې د کوشانیانو په دوران پورې تړاو درلود کشف شوې.
د یادو سیمو په اړه د لرغون پوهنې رئیس ذبیح الله سادات وایي، د یاد ریاست د لرغون پوهانو د سروې په نتیجه کې یې د خاکجبار ولسوالۍ د ملنګ قریې، کاریز او دورانخېلو بند په سیمو کې د کوشانیانو د دورې د اولې او پنځمې پېړۍ اړوند ستوپې، برجونه او دیوالونه کشف او ثبت کړي دي.
۱۴۴۴/۱۱/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۱ هـ ش
