خان آباد ولسوالۍ کې مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۴:۲۴
...

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ادبي څراغ فرهنګي ادارې په همکارۍ په خان آباد ولسوالۍ کې د لسګونو تنو شاعرانو او لیکوالانو په شتون کې مشاعره وشوه.
د کندز ولایت د فرهنګ او هنر آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هر وخت د شاعرانو او لیکوالانو ترڅنګ ولاړ دی او له فرهنګي او ادبي پروګرامونو څخه د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې ملاتړ کوي. 
د څراغ فرهنګي او ادبي ادارې مسؤل د دې مشاعرې ترسره کولو څخه موخه د شاعرانو هڅول او ملاتړ یاد کړ او ویې ویل: په راتلونکي کې به د لازیاتو فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړولو کې هڅې وکړي.
په ورته وخت کې شاعرانو او لیکولانو د مشاعرې جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه، د شاعرانو او لیکوالانو په وینا؛ که فرهنګۍ او ادبي پروګرامونه ډېر جوړ شي، زیاتره ځوانان شعر ویلو او لیکوالۍ ته مخه کوي.

۱۴۴۷/۳/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS